ايران يې د ماتولو ګواښ کړی؛ د اتومي وسلو د نه خپراوي تړون کې څه دي؟

ايران يې د ماتولو ګواښ کړی؛ د اتومي وسلو د نه خپراوي تړون کې څه دي؟ نړۍ

د ايران او اسرائيلو ترمنځ د جګړې له سختېدو او په دې جګړه د امريکا له ورګډېدو سره سم ايران بيا ځلې د اتومي وسلو په خپراوي د بنديز له تړونه د وتلو ګواښ کړی دی.

د روان ميلادي کال د جون په ۱۳مه نېټه د جمعې د ورځې په سهار اسرائيلو په ناڅاپي ډول د ايران په خاوره کې پراخ بريدونه پيل کړل او د ايران پوځي مشران او اتومي پوهان يې په کې په نښه کړل. اسرائيلو دغه راز هغه تاسيسات هم تر بريدونو لاندې ونيول چې ګومان کېده د ايران له اتومي پروګرام سره تړاو لري.

د اسرائيلو دا بريدونه په داسې مهال کې وو، چې تمه وه په عمان هېواد کې د ايران او امريکا د استازو تر منځ د ايران د اتومي پروګرام اړوند د خبرو اترو نوی پړاو ترسره شي.
سره له دې چې ايران ټينګار کوي چې د دوی اتومي پروګرام يوازې سوله‌ييز اهداف لري او د اتومي وسلو د جوړولو نيت نه لري، خو نړيوالې اتومي ادارې  (IAEA) بيا بيا خبرداری ورکړ چې د ايران د يورانيمو غني د اتومي وسلو جوړلو ته نږدې شوي دي. سره له دې چې دې ادارې د ايران پورتنۍ دعوه تائيدوله، خو دغه خبرداري يې نړۍ د ايران په ضد بريدونو ته وهڅوله او وروسته اسرائيلو د امريکا په ملاتړ دغه بريدونه پيل کړل.

ايران د همدې جګړې له پيل راهيسې په ځلونو ويلي چې په دې اړه يې غور پيل کړی دی، چې له دې تړونه ووځي او پارلمان يې په عملي ډول پرې خبرې کوي.
خو د اتومي وسلو په خپرولو د بنديز تړون کې څه دي؟ څه موخې لري او کوم هېوادونه په کې غړي دي؟ د دې متن راتلونکې برخې د همدې پوښتنو ځواب درکوي.

۱. تړون کله او ولې رامنځته شو؟

د دې تړون د لاسلیک دروازه په ۱۹۶۸ز کال کې پرانېستل شوه او په رسمي ډول د ۱۹۷۰ کال د مارچ له میاشتې راهیسې نافذ شو.
دا تړون د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د نړېوال نظام یوه بنسټیزه برخه بلل کېږي، او د ملګرو ملتونو او نړیوالې اټومي ادارې تر سرپرستۍ لاندې جوړ شوی دی.
د تړون د متن له مخې غړو هېوادونو هوکړه وکړه چې دا تړون دې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له پرېکړو سره سم لاسلیک شي، چې څو ځل یې د اټومي وسلو د خپرېدو د کمولو لپاره د نړېوال تړون د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

تړون په دې مفکوره ولاړ دی چې که نړۍ اټومي جګړه پېښه شي؛ دا به د بشر لپاره يو پراخ ناورین رامنځته کړي او د دغو وسلو محدودول به د نړېوالو کړکېچونو د کمولو او د دولتونو ترمنځ د باور زیاتولو لامل هم شي.
د تړون سریزه کې د يوه نړيوال سخت او اغېزمن څار لاندې د اټومي وسلو د تولید بندولو، د شته زېرمو د له منځه وړلو او دغې وسلې ته د رسېدو د لارو چارو د له منځه وړلو لپاره په هلو ځلو خبره شوې ده.

۲. د تړون مهمې مادې څه دي؟
دا تړون ۱۱ مادې لري چې د اټومي وسلو د تولید، لېږد او ودې څرنګوالی تنظیموي، او له اټومي انرژۍ سوله‌‌ییزې ګټې اخيستنې ته وده ورکوي چې مهمې مادې يې په لاندې ډول دي:

د اتومي وسلو لرونکي هېوادونه ژمنه کوي چې خپلې اتومي وسلې یا چاودېدونکي وسایل نورو ته نه انتقالوي او نه هم بل کوم هېواد د اتومي وسلو لرلو يا په کې پرمختګ ته هڅوي يا ورسره مرسته کوي.
اتومي وسلې نه لرونکي هېوادونه ژمنه کوي چې نه به دا ډول وسلې جوړوي، نه به یې ترلاسه کوي او نه به هم د دې لپاره د تخنيکي مرستو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

غير اتومي هېوادونه اړ دي چې له نړېوالې اتومي ادارې سره د تضمین تړونونه لاسلیک کړي، تر څو ډاډ حاصل شي چې اتومي مواد یا تکنالوژي پوځي اهدافو ته نه استفاده کېږي. دا اداره په منظم ډول د دې څارنه کوي چې د اتومي انرژۍ کارونه سوله‌ييزه ده که نه؟

د تضمين له تړون لاندې هېوادو پرته بل هيڅ هېواد ته د هيڅ ډول      خامو موادو، ځانګړو فېسيل موادو يا د اتومي استخدام لپاره د ځانګړو شويو تجهيزاتو د انتقال اجازه نه شته.
تړون له تبعيض پرته ټولو غړو هېوادونو ته دا حق ورکوي چې اتومي انرژي د سوله‌ييزو موخو لپاره وکاروي.
دغه راز ټول غړي هېوادونه حق لري چې په استثنائي حالاتو کې چې      سترې ګټې يې له زيان سره مخ کېږي، له تړونه ووځي، خو د امنيت نړېواله شورا او نور لوري بايد درې مياشتې مخکې خبر کړي او په دې اړه خپل دلايل وړاندې کړي.

۳. کوم هېوادونه د دې تړون غړيتوب لري؟
له ۱۹۶۸ز راهیسې چې د لاسلیک دروازه پرانېستل شوه، ډېری هېوادونه د دې تړون غړي شوو او په ۱۹۹۵ کې تړون تر يو نامعلوم وخته تمديد شو.
دا مهال ۱۹۱ هېوادونه د دې تړون غړي دي، چې له امله يې تړون د ګډونوالو هېوادونو د شمېر له پلوه د نړۍ تر ټولو پراخ هغه ګڼل کېږي.
په دغو هېوادونو کې پنځه هغه يې اتومي وسلې لري او پاتې نور ژمنتيا ښيي چې نه اتومي وسلې جوړوي، نه یې تر لاسه کوي، نه يې انتقالوي، او نه يې هم ترلاسه کوي.

۴. دغه اتومي هېوادونه کوم دي؟
امريکا، روسيه، انګلستان، فرانسه او چين هغه پنځه هېوادونه دي چې د تړون له مخې د "اتومي هېوادونو" په توګه پېژندل کېږي.
دا تشخیص په دې اساس شوی چې یادو هېوادونو د ۱۹۶۷ د جنورۍ له لومړۍ نېټې وړاندې اټومي ازموینې کړي وې. له همدې امله د تړون له مخې يوازې همدا هېوادونه په قانوني ډول د اتومي وسلو د لرلو اجازه لري.
دغه پنځه هېوادونه همدا راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي هم دي، چې وخت ناوخت د نړۍ د نورو هېوادونو تر نيوکو لاندې هم راځي.
سره له دې چې دې هېوادونو دا تړون لاسليک کړی هم دی، خو د نړۍ غير اتومي هېوادونو دا تړون غيرعادلانه بولي، ځکه تړون کې د دغو هېوادونو داتومي وسلو د له منځه وړلو لپاره کوم څرګند مهالوېش نه دی ټاکل شوی چې دا د د دې وسلې د لرلو د توازن اصل تر پوښتنې لاندې راولي او د نابرابرۍ احساس راپيدا کوي.

ځینې هېوادونه باور لري چې په غیر اتومي هېوادونو سخت محدودیتونه وضع شوي، خو په اتوم لرونکو هېوادونو دغه محدوديتونه نه شته، چې دا د تړون د عملي موخو په ريښتينولۍ شکونه راولاړوي.

۵. کوم هېوادونه د تړون غړي نه دي؟
اسرائيل، هند، پاکستان او شمالي کوريا هغه څلور هېوادونه دي چې لا هم له دې تړون سره يوځای نه دي.
سره له دې چې شمالي کوریا په ۱۹۸۵ کې د تړون غړې شوه، خو په ۲۰۰۳ کې یې له تړونه د وتلو اعلان وکړ، او وروسته یې څو اتومي ازموینې هم ترسره کړې.
اسرائیلو تر اوسه رسما نه ده منلې چې اتومي وسلې لري، خو په عملي توګه د یو اتومي ځواک حیثیت لري.
دغو استثنايي مواردو دا پوښتنې راپورته کړي چې ایا دا تړون کولای شي په ټولې نړۍ يو ډول مسؤليت ومني، په داسې حال کې چې د نظامي او سياسي نفوذ لرونکي يو شمېر هېوادونه لا هم په تړون ورګډ شوي نه دي.

تړلي موضوعات