عامې روغتیا وزیر د ایران بقیةالله روغتونو او پوهنتون لیدنه کړې
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ایران ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد بقیةالله روغتونو او طبي پوهنتون څخه لیدنه کړې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دې لیدنه کې جلالي د روغتیايي تجربو تبادلې، افغان روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه د یاد مرکز مسئولینو سره خبرې اترې کړې.
بلخوا د یاد روغتون او پوهنتون مسئولینو د افغان روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او افغانستان روغتیایي سکټور برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د یادونې ده، چې د عامې روغتیا وزیر دوه ورځې وړاندې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کابل او تهران ترمنځ د روغتیایي همکاریو پراختیا په موخه ایران ته تللی.