د «WFP» له ګودامونو راټول ۶۰ ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه وړل شوي
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) له ګودامونو څخه د څارنې په پایله کې ترلاسه شوي ۶۰ ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي یې له منځه وړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې دا خوراکي توکي د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو او محصولاتو څخه د څارنې ټیمونو له لوري د یاد بنسټ څخه د نظارت په پایله کې قرنطین شوي وو.
د عامې روغتیا وزارت پر اېکس ویلي، چې دا خوراکي توکي د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول.
یاده دې وي، چې د نړېوالو مرستندویه بنسټونو له توکو څارنه د اسلامي امارت یو ابتکاري اقدام دی، چې وړاندې د نړېوالو بنسټونو درملو، خوراکي او غیري خوراکي توکو کیفیت او نېټې ته پام نه کېده؛ عامو خلکو به ویل: چې مرسته شوي توکي ډېری وخت د خوراک او اغېزمنې استفادې وړ نه وي.