د اسرائیلو پوځ افسر: د غزې جګړه کې تر ۱۰ زرو پورې پوځیان وژل شوي او ټپيان دي

د اسرائیلو پوځ افسر: د غزې جګړه کې تر ۱۰ زرو پورې پوځیان وژل شوي او ټپيان دي نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو پوځ یوه افسر تازه ویلي، چې د غزې جګړه کې یې تر دې دمه تر ۱۰زرو  زیات پوځیانو وژل شوي او ټپیان دي او زرګونه پوځیان بیا له مکرر زیان لېدو وروسته له رواني فشاره کړیږي.

د اسرئیلو ورځپاڼې یدیعوت احرونوت د نوم نه ښودلو په شرط د اسرائیلو پوځ د یوه کنډک قومندان له قوله راپور کې ویلي، دوی له دې کبله د سرتېرو له کمښت سره مخ دي، چې زرګونه پوځیان یې وژل شوي او زرګونه نور یې له رواني ناروغیو کړیږي.

خو د اسرائیلو پوځ بیا د غزې جګړه کې دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلي شمېر ۶زره ۸۶۱ تنه ښودلی، چې له دې ډلې یې ۸۶۱ تنه یې وژل شوي او ۶زره یې ټپيان دي.

راپور کې دا هم ویل شوي ګڼ شمېر افسران له دې کبله بندیان شوي، چې غزه کې له جګړې انکار کوي.

خو د اسرائیلو حکومت بیا له بېلابېلو لارو هڅه کوي غزه کې د پوځ د ماتې مخه ونیسي، خو په پوځ کې له جګړې د انکار کولو څپه ورځ تر بلې زور اخلي.

پوځیانو په نتنیاهو تور پورې کړی، چې یوې بې مانا او نه ګټل کېدونکې جګړه کې خپل سرتېري د مرګ خولې ته ورکوي.

تړلي موضوعات