د روسیې او اوکرایین ترمنځ دویم پړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې
د راپورونو له مخې دغو خبرو کې یوازې د بندیانو پر تبادلې هوکړه شوې، خو په اوربند بیا هیڅ ډول هوکړه نه ده شوې.
بي بي سي د اوکرایین مرکچي پلاوي له قوله راپور ورکړی، چې دوی له کوم قید او شرط پرته اوربند وړاندیز ورکړ، خو مقابل لوري ورسره پرې هوکړه نه ده کړې.
د روسیې او اوکرایین ترمنځ د خبرو دویم پړاو په داسې کړکیچن حالت کې پیل شو چې اوکرایین د روسیې په څلورو پوځي اډو پراخ بریدونه وکړل او روسیې ته یې د ۷ میلیارد ډالرو زیانونه واړول.
له بل لوري رسنیو راپور ورکړی، چې روسیې د اوکرایین بریدونو په غبرګون د یاد هېواد په ځینو برخو تازه بریدونه کړي چې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ یې پراخ زیانونه هم اړولي.