له عراق د امریکا او ناټو ځواکونو پر وتلوهوکړه وشوه

له عراق د امریکا او ناټو ځواکونو پر وتلوهوکړه وشوه نړۍ
عراق کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، واشنګټن او بغداد له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتلو په طرحې هوکړې ته رسېدلي دي.

یو شمېر معتبرو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، د دې طرحې له مخې به د ناټو ځواکونه د ۲۰۲۵کال تر سپټمبر میاشتې پورې له عراق څخه وزي، چې د ۲۰۲۶کال تر اخیره به عراق کې د ناټو هیڅ یو سرتېری پاتې نه شي.

رویټرز په خپل خبر کې ویلي، دواړه هېوادونه یوازې د پوځیانو پر وتلو هوکړې ته رسېدلي، چې د ځواکونو د وتلو پیل نېټه به د وروستۍ هوکړې تر تصویب وروسته اعلان شي.

تړلي موضوعات