خلیلزاد: د ملګرو ملتونو بریالیتوبونه صفر دي

خلیلزاد: د ملګرو ملتونو بریالیتوبونه صفر دي نړۍ
انځور ارشیف

په داسې حال کې چې منځني ختیځ کې جګړه زیاته شوې په ملګرو ملتونو نیوکې زیاتې شوې دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیزاد وايي، د امریکا په ګډون نړۍ هر کال د ملګرو ملتونو لپاره له ۶۷ میلیارده ډالره زیات مصرف ورکوي چې موخه یې د سولې او امنیت ساتل دي.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، همدې موخو ته په کتو اوس د ملګرو ملتونو بریالیتوبونه صفر دي او د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرې تکراري دي.

نوموړی وايي، ملګري ملتونه باید په بنسټیزه توګه اصلاح شي که د اصلاح وړ نه وي امریکا دې په بدیل کار وکړي.

په ملګرو ملتونو وروسته له هغې نیوکې زیاتې شوي، چې مصرف ته په کتو لاسته راوړنې یې کمې او په دې وروستیو کې یې د اصلي موخو پر ځای په نمایشي فعالیتونو پام زیات شوی.

تړلي موضوعات