ټرمپ پر سوریې د بندیزونو لرې کولو فرمان لاسلیک کړ
رویټرز خبري اژانس وايي، ټرمپ پرون دوشنبه پر سوریې د بندیزونو لرې کولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ خو د اسد پر رژیم لګېدلي بندیزونه په خپل ځای دي.
اژانس وايي، دا پرېکړه به سوریې ته زمینه برابره کړي، چې له نړۍوال مالي سیستم سره یو ځای شي.
همدې پرېکړې ته په غبرګون د سوریې حکومت ویلي، چې د امریکا له لوري د بندیزونو لغوه کول به بیا رغونې او پرمختګ ته دروازه پرانېزي.
د واشنګټن له لوري پر سوریې د بندیزونو لرې کولو موضوع وروسته له هغې رنګ واخیست چې د سوریې اوسني دولت مشر احمدالشرع او ټرمپ تېره مۍ میاشت ریاض کې سره ولیدل.
ریاض کې د لیدنې په مهال ټرمپ ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې هغه به پر سوریې د امریکا له لوري بندیزونه لغوه کړي.
سوریه چې د کورنۍ جګړې په مهال پرې د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري بندیزونو لګېدلي وو، اوسني دولت مشر یې د لرې کېدو په موخه فرانسې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته سفرونه وکړل.