غزه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر ۱۹۰ زرو واوښت

غزه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر ۱۹۰ زرو واوښت نړۍ
غزه کې د اشغالګر رژیم تازه بریدونه

پر غزې تړانګې د اشغالګر رژیم بریدنه ۶۳۴مې ورځې ته وغځېدل.

د غزې رسنیو مرکز ویلي، تېرو ۲۴ساعتونو کې د اشغالګر ځواکونو په پرلپسې بریدونو کې ۹۵ فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د یاد مرکز د راپور له مخې اشغالګر ځواکونو د غزې شمال کې یو ښوونځی، یو کافي شاپ او د مرستو وېش مرکز په نښه کړې دي.

د غزې رسنیو مرکز راپور کې راغلي، چې دې سره غزه کې د مرګ ژوبلې شمېر ۱۹۰ زره ۱۷۳ تنو ته ورسېده، چې دې ډلې یې ۵۶زره ۵۳۱تنه شهیدان او ۱۳۳زره ۶۴۲ نور ټپیان دي.

دغه راز ۱۱زره تنه نور لادرکه شوي هم دي.

د نړېوالو بنسټونو د راپور له مخې د غزې ۶۳۴ ورځنۍ جګړه کې د ۶۲میلیارد ډالرو په ارزښت ۸۸سلنه ودانۍ له منځه وړل شوې او ۲میلیونه وګړي یې اغېزمن کړي دي.

تړلي موضوعات