د کډوالو نړېوال سازمان: تېره جون میاشت کې ۲۵۶زره افغانان له ایرانه راستانه شوي

د کډوالو نړېوال سازمان:  تېره جون میاشت کې ۲۵۶زره افغانان له ایرانه راستانه شوي افغانستان
له ایرانه افغانستان ته راستنېدونکي افغانان

د کډوالو نړېوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، له ایرانه په جبر د افغانانو اېستلو پروسې له پيله تېره «جون» میاشت کې تر ۲۵۶زرو زیات افغانان راستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، د روان کال له جنوري میاشتې بیا د جون تر ۲۹مې نېټې له ایرانه ۷۱۴زره ۵۷۲تنه افغانان راستانه شوي، چې ۹۹ سلنه یې بې اسنادو او ۷۷ سلنه په جبر اېستل شوي دي.

دغه سازمان دا زیاتوالی بې‌ساری بللی او ویلي یې دي د بودیجې کمښت د دغه سازمان او د هغوی د شریکانو د مرستې وړتیا محدوده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له ایرانه د افغانانو د بیرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې، چې د راپورونو له مخې هره ورځ تر ۳۰ زرو پورې افغانان د هرات اسلام کلا له لارې بیرته هېواد ته راستنیږي.

تړلي موضوعات