د امریکا یرغل د نشه یي توکو د زیاتېدو لامل شو

 د امریکا یرغل د نشه یي توکو د زیاتېدو لامل شو افغانستان
انځور ارشیف

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نشه یي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانیست غونډه کې ويلي، پر افغانستان د امریکا پر مشرۍ د ناټو یرغل د نشه یي توکو د زیاتېدو لامل شو.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د اشغال پر مهال افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه نشه یي توکي تولیدول.

د نوموړي په خبره، تېرو شلو کلونو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په خبره کې د میلیونونو ډالرو په لګښت سره هېواد کې د نشه یي توکو کرکېله زیاته شوه، خو اسلامي امارت د خلکو په مرسته د نشه یي توکو کښت کچه نږدې صفر ته رسولې ده.

سیاسي مرستیال دغو مراسمو کې په تېرې ادارې په نیوکې سره وویل، تېرو شلو کلنو کې یې د کرنې سکټور په برخه کې هیڅ ډول بنیادي کار نه دی کړی بلکي مرسته شوې پیسې یې د چارواکو له لوري حیف میل شوې.

تړلي موضوعات