ملګري ملتونه: وروستیو دوو میاشتو کې ۵۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، یوازې تېرو دوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه ۵۰۰ زره افغان کډوال په جبر خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
یاد سازمان ټینګار کړی، چې د کډوالو راستنېدنه باید خوندي، داوطلبانه او باعزته وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري داسې مهال دغه راپور ورکړی، چې دا مهال په ګڼو ولایتونو کې د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ښارګوټو جوړلو او ځمکو وېش لړۍ پیل ترڅنګ د مرستو راجلبول هم دوام لري.
اسلامي امارت کډوالو ته خوندي چاپېریال برابرول خپل کاري لومړیتوب بولي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې په ګڼو ولایتونو کې د ښارګوټو جوړولو لړۍ پیل کړې.