ننګرهار کې د ظاهر قدیر په نوم ښارګوټي تر زر جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوې

ننګرهار کې د ظاهر قدیر په نوم ښارګوټي تر زر جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوې افغانستان
انځور ارشیف

عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدني ځانګړې محکمې د ننګرهار سرخ‌رود ولسوالۍ کې د «حاجي قدير» په نوم ښارګوټي ۱۲۳۲ جریبه او ۱۲ بسوې ځمکه امارتي تثبیت کړې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځمکه د ننګرهار سرخ‌رود ولسوالۍ په فتح‌اباد او خیراباد سیمو کې موقعیت لري او دوسیه یې څه موده وړاندې د مرکزي زون غصب شویو امارتي ځمکو ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

عدلیې وزارت د امارتي ځمکو له غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو بللي، چې په خبره یې د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو استرداد کمېسیون په همدې موخه جوړ شوی دی.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم عدلیې وزارت په بیلابیلو ولایتونو کې زرګونه جریبه غصب شوې امارتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.

تړلي موضوعات