هلمند کې په ۵ زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانېستل شو

هلمند کې په ۵ زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانېستل شو افغانستان
هلمند کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوتی پرانېستل شو

د کور او ښارجوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ کې په ۵ زره جریبه ځمکه کې د بېرته راستنېدونکو لپاره نوی ښارګوټی جوړېږي.

د یاد ښارګوټي پرانیستې مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د ګاونډیو له لوري په جبر د کډوالو ایستل د ټولو اصولو خلاف بللي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې د راستنو شویو هېوادوالو ټول خدمتونه په ښه توګه ترسره کېږي، چې په خبره یې مستحقو راستنو شویو ته یوه یوه نمره ځمکه ورکول کېږي.

دغه ښارګوټی د کور او ښارجوړولو وزارت له معیاري اصولو او پلانونو سره سم جوړېږي، چې ۴ زره ۲۶۰ نمرې به ولري.

تړلي موضوعات