شیخ محمد خالد حنفي: رشوت خوړل د خوګ تر غوښې هم بد دي

شیخ محمد خالد حنفي: رشوت خوړل د خوګ تر غوښې هم بد دي افغانستان
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي یوې غونډې ته خبرو کې ویلي، رشوت اخیستل د خوګ تر غوښې هم ستره ګناه ده.

خالد حنفي دې غونډه کې محتسبینو ته خلکو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې او ورته ویلي یې دي، چې خپلو کړنو کې د الله تعالی رضا او ټولنې اصلاح خپلې اصلي موخې وګرځوي.

ښاغلي حنفي د شریعت تطبیق د امربالمعروف او نهی عن المنکر اصلي دنده بللې.

نوموړي زیاته کړې، اسلام د چا په شخصي حریم د تېري اجازه نه ورکوي او له محتسبینو یې غوښتي، چې د شخص له اجازې پرته یې د موبایل، جېب او کور له څارلو ډډه وکړي.

تړلي موضوعات