د پاکستان له یوه زندانه تر ۲۰۰زیات بندیان تښتېدلي

د پاکستان له یوه زندانه تر ۲۰۰زیات بندیان تښتېدلي سیمه
د پاکستان یو زندان مات شوی ګڼ شمېر زندانیان تښتېدلي

راپورونه ښيي، چې د پاکستان په سند ايالت کې د زلزلې رامنځته کېدو وروسته د دې ايالت له يوه زندانه له ۲۰۰ ډېر بنديان تښتېدلي. 

پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې د سند د حقوقي چارو وزير دا د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو لويه تېښته بللې ده.

چارواکو څرګنده کړې ده، چې ياد بنديان هغه مهال په تېښته بريالي شول، چې د سپکو زلزلو له امله د لنډمهال لپاره له خپلو خونو (پنجرو) راوويستل شول. د تېښتې پر مهال د پوليسو په ډزو کې يو تن وژل شوی هم دی.

د ځايي پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي کاشف عباسي رسنيو ته ويلي، چې تر ۲۱۶ پورې زندانيان له سهار د مخه له ملېر زندانه په تېښته بريالي شوي دي.

هغه زياته کړې ده چې تر دې دمه له اوياوو ډېر دغه بنديان بېرته نيول شوي هم دي، خو «داسې کوم بندي لا ازاد نه شته چې له کومې ترورستي ډلې سره اړيکه ولري».

د عباسي په وينا وروسته د ډزو د تبادلې پر مهال يو بندي وژل شوی او درې تنه امنيتي سرتېري ټپيان شوي هم دي، خو وضعيت تر کنټرول لاندې دی او پوليس د نورو بنديانو د نیولو په لټه کې دي.

تړلي موضوعات