د امریکا کارولینا کې وسلوال برید؛ یو کس وژل شوی او ۱۱ ټپیان دي

د امریکا کارولینا کې وسلوال برید؛ یو کس وژل شوی او ۱۱ ټپیان دي سیمه

اېن بي سي نیوز خبر ورکړی، چې د امریکا شمالي کارولینا ایالت په لوېدیځ کې په ځايي وخت د یکشنبې په سهار وسلوال برید شوی، چې یو کس په کې وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

یادې رسنۍ د پولیس چارواکو له قوله ویلي، چې دې برید کې یو تن وژل شوی او د یوه بل تن روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.
پولیس زیاتوي، چې تر اوسه هیڅ څوک د پېښې په تړاو نه دي نیول شوي.

پولیس چارواکي زیاتوي، چې دا پېښه اوس د پولیسو او تحقیقاتي ادارو لخوا څېړل کېږي او له سیمې خلکو یې غوښتنه کړې، چې د بریدګر په نیولو کې مرسته وکړي.

بلخوا د امریکا کالیفورنیا په لاس انجلس ښار کې هم یوه وسلوال برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د یادونې وړ ده، چې امریکا کې وروستیو کې وسلوال بریدونه ډېر شوي دي، چې د امریکا امنیت یې ننګولی او اوسېدونکي یې په عامو ځایونو کې په وېره کې وي.

تړلي موضوعات