ازبکستاني چارواکي: مناسب وخت کې به اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
د ازبکستان جمهوري ریاست د امنیت شورا سر منشي مرستیال عبدالعزیز کاملاف ویلي، هېواد به یې په مناسب وخت کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
کاملاف ټینګار کړی، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو یا نه پېژندلو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پورې اړه نه لري بلکي، ازبکستان به دغه اقدام نړېوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ وکړي.
دغه ازبکستاني چارواکي پر افغانستان د نړېوالې ټولنې پر تحریمونو نیوکه کړې او له افغانستانه یې د نړېوال ملاتړ غوښتنه یې کړې.
ښاغلي کاملوف زیاته کړې، افغانان اوس د فشار پر ځای ملاتړ ته اړتیا لري.