پاکستاني رسنۍ؛ بلوچستان ایالت کې ستره امنیتي جرګه جوړېږي
پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې بلوچستان کې یوه ستره امنیتي ناسته کېږي او د دغه هیواد لومړی وزیر شهباز شریف په همدې موخه کویټې ښار ته رسېدلی.
جیونیوز ویلي، شهباز شریف به په کویټه کې د جوړېدونکې سترې قومي جرګې ګډون وال وي او یاده جرګه کې د بلوچستان پر امنیتي وضعیت خبرې کېږي.
بلوچستان په دې وروستیو کې د سترو امنیتي پېښو کوربه دی، چې ترډېره بلوڅ بېلتونپالو د پاکستاني امنیتي او دفاعي ځواکونو پروړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
بلخوا تازه بلوچستان پوسټ ویبسایټ هم خبر ورکړی، چې بلوڅ بیلتونپالو د دغه ایالت سوراب ښار نیولی او د څو امنیتي پوستو په تخلیه کېدو سره ورته یوشمېر پوځیان هم تسلیم شوي او ګڼې وسلې یې لاسته لوېدلي دي.
پر پاکستاني پوځ او نورو امنیتي ادارو د بریدونو په لړ کې تر ټولو مشهور او د اسلاماباد ته ټکان ورکوونکی یې د بولان سیمه کې د یوه اورګاډي تر غنیمت کولو وروسته د تر ۳۵۰ زیات پاکستاني پوځیانو وژل وو.