بلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان سوراب ښار نیولی
د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ویاند جنید بلوڅ رسنیو ته ویلي، جنګیالیو یې تیر ماښام سوراب ښار په بشپړ ډول نیولی او مېشتې ټولې نظامي، دولتي او مالي ادارې یې فلج کړې دي.
جنید بلوڅ ویلي، جنګیالیو د ښار ټول مهم ځایونه، لویې لارې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، د پولیسو مرکزونه، چیک پواینټونه، د لوړ پوړو چارواکو د اوسېدو ځایونه، بانک او د حکومت ټول سیسټم یې له منځه وړی.
نوموړي ویلي، د عملیاتو په مهال یې درې کلاشنکوف ټوپک، بېلا بېلې وسلې او جنګي تجهیزات او مهمات نیولي دي.
ویاند زیاته کړې دې عملیاتو کې د دښمن درې موټر، دولتي ګدامونه، مېلمستون او درې بانکونه هم سوځیدلي دي.
د پاکستان ډان نیوز خبري اژانس بیا په سوراب کې د برید په اړه ویلي، بریدګرو د یو بانک سربیره د دولتي چارواکو ګڼې ودانۍ سوځولې دي.
د ډان نیوز د خبر له مخې وسله والو د سوراب ښار لپاره مرستیال کمېشنر هدایت بلیدي هم وژلی خو بلوڅ ازادي غوښتونکو ویلي، هدیت بلیدي یې په کوټه کې بند کړی و چې له بده مرغه ساه یې بنده شوې او دا تصادفي پېښه وه.