د افغان پلاوي په ګډون د منځني ختیځ هېوادونو د اوسپنې پټلۍ ټولنې غونډه
د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي په ګډون ایران کې د منځني ختیځ هېوادونو د سیمه ییزې رېل پټلۍ ټولنې ۳۵مه غونډه د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او اوسپنیزې کرښې د نړېوالې اتحادیې د استازو په شتون کې نن پنجشنبه ترسره شوې.
د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په دې اړه وايي، چې په دغه ناسته کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د یو پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت په استازیتوب ګډون او خبرې کړې.
دې غونډه کې افغان چارواکي مولوي محمداسحاق ویلي، په تېر کال کې د ننګونو سره سره، افغانستان د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، ترمیم او مدیریت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او زیاتې پروژې لکه د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ د کار جریان، د مزار - هرات د اوسپنې پټلۍ سروې، د هرات - کندهار مسیر تفصيلي سروې او ډیزاین، د افغان - ټرانس پروژه او د سیمه ییز دهلېز د اتصال فني مطالعات په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دي.
ښاغلي حق شناس زیاته کړې، چې د غونډې په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ایران د رېل پټلۍ ادارې له مشر ډاکټر جبار علي ذاکر سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څخه د انتقالاتو د زیاتوالي او د دا ډول همکاریو د پراخولو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
یاده دې وي، چې اسلامي امارت په دې غونډه کې د افغانستان فعال ګډون د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا او د سیمې د ټرانزېټ اتصال په برخه کې د اغېزمن رول لوبولو لپاره خپله ژمنتیا ښيي.