د فرانسې ولسمشر: د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل سیاسي اړتیا ده

د فرانسې ولسمشر: د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل سیاسي اړتیا ده سیاست
د فرانسې ولسمشر امانیول ماکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل یوازې اخلاقي مسؤلیت نه دی بلکې سیاسي اړتیا ده.

فرانس ۲۴ رسنۍ د راپور له مخې، مکرون د فلسطیني دولت رسمیت پېژندلو د ملاتړ خبرې نن (جمعه) سینګاپور کې د یوه خبري کنفرانس په مهال کړې دي او زیاته کړې ده، چې موږ به له سعودي عربستان سره په ګډه نیویارک کې د غزې په اړه کنفرانس جوړ کړو.

مکرون وايي، له دې کنفرانس یې موخه د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل او په سیمه کې سولې او امنیت حق ته زمینه برابرول دي.

مکرون ویلي، که چېرې اسرائیل غزه کې بشري وضعیت ته پام ونه کړي باید اروپایان یې په وړاندې اقدامات سخت کړي.

نوموړي زیاته کړې، غزه کې کلابندۍ داسې وضعیت رامینځته کړی چې په ځمکه کې د زغم وړ نه دی.

د منځني ختیځ په چارو کې د مکرون سالاکارې آن-کلر لژاندر رویټرز خبري اژانس ته په دې اړه تېره اونۍ ویلي و، چې د فلسطین دولت راتلونکي دې وساتل شي او په دې برخه کې دې اقدامات ترسره شي.

تړلي موضوعات