د یوناما مشرې قزاقستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایوا د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر مرستیال اکان رحمت الین سره کتلي.
کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا، زده کړو، زېربنا او افغانانو لپاره د کارموندنې برخه کې د افغانستان ټېکاو او تلپاتې پراختیا په اړه خبرې او بحثونه کړي.
ښاغلي اکان رحمت الین دې کتنه کې د لومړنیو توکو، درملو او خوراکي توکو برخو کې افغانستان ته د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی.
دغه کتنه داسې مهال کیږي، چې تر دې وړاندې د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت چارواکو سره یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او دوه اړخیزو همکاریو برخو کې خبرې اترې کړې وې.