د ا.ا پلاوي د مسکو ۱۳م نړېوال امنیتي فورم کې ګډون کړی

د ا.ا پلاوي د مسکو ۱۳م نړېوال امنیتي فورم کې ګډون کړی سیاست
د مسکو امنیتي غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي ګډون او وینا کړې

بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو کې د افغانستان سفیر جمال ناصر غروال د روسیې لوړپوړو امنیتي چارواکو په ۱۳م نړېوال امنیتي کنفرانس کې ګډون او وینا کړې.

د یاد وزارت د خبر له مخې ښاغلي غروال د خپلې وینا پرمهال افغانستان کې د امنیتي وضعیت، پرمختګونو، سیمه‌ییزو او نړېوالو اغېزو خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د مسکو امنیتي فورم کې د ۱۵۰ هېوادونو او ۲۰ نړېوالو سازمانونو استازو ګډون کړی.

دغه غونډه د روانې مۍ میاشتې په ۲۷مه د روسیې په ملي مرکز کې پیل شوې چې نن به پای ته ورسېږي.

دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت پلاوی د مسکو امنیتي فورم کې ګډون کوي.

تړلي موضوعات