غزې سره د خواخوږۍ نه شلېدونکی تړاو
افغانستان نن د زرګونو هغو دردمندو د لاریون شاهد دی چې د غزې روان وحشت یې روح او روان ځوروي او د اشغالګر رژیم پر ضد واټونو ته راوتلي.
دا په کابل کې تر بل هر وخت پراخ او لوی لاریون دی، چې د غزې زړه بوږنوونکي وضعیت دا لوی او واړه دې ته اړ کړل چې د حق لپاره خپل غږ پورته کړي.
د افغانستان او غزې ترمنځ واټن زرګونه کیلومټره دی خو دا بیا اسلامي اخوت جذبه او پیوند دی چې پر افغان وګړو یې ژوند تریخ کړی.
پر غزې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر له اوومې راهیسې د اشغالګر اسرائیلو د بریدونو پوره ۶۰۱ ورځې ووتې، دې موده کې اشغالګرو غزه کې له هیڅ ډول وحشت مخ ونه ګرځاوو.
پر غزې نږدې دوو کلونو کې د اشغالګرو پرلپسې برېدونو کې تر دې مهال تر ۵۴زرو ۲۴۹ بې ګناه فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۱۲۳ زره ۴۹۲ټپیان شوي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
اشغالګر رژیم دې موده چې د نسل وژنې ترڅنګ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د غزې زېربناوې هم په بشپړ ډول له منځه وړې دي.
تر دې ورها خوا د اشغالګرو له لوري د غزې بشپړه کلابندي او هلته د هر ډول بشري مرستو بندول بل هغه څه دي، چې هلته یې انساني ناورین رامنځته کړی.
د راپورونو له مخې دا مهال د سختې لوږې له کبله لسګونو فلسطینیانو ژوند بایللی ۷۰ زره ماشومان خوارځواکه شوي او د غیر رسمي راپورونو له مخې تر یو میلیون انسانانو کې د خوارځواکۍ نښې لیدل شوې دي.