کندهار کې د کډوالو ځانګړی ښارګوټی پرانیستل شو

کندهار کې د کډوالو ځانګړی ښارګوټی پرانیستل شو افغانستان
کندهار دامان ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټی پرانېستل شو

د ریاست الوزراء ادراي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ګډوالو ځانګړی ښارګوټی پرانیست.

 د کور او ښارجوړولو وزارت ویلي، دغه ښارګوټی په ۱۵۱۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په‌کې د بېرته راستنېدونکو لپاره ۱۱۴۰ د استوګنې نمرې په پام کې نیول شوې دي.

 یاد وزارت ویلي، دې ښارګوټې کې جوماتونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، مدرسې او شنې ساحې هم په پام کې نیول شوې.

 د یادونې ده، چې دې وروستیو کې میدان وردګو، کابل، ننکرهار، لغمان، غزني، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې له پاکستانه په جبر د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو وېش پیل شوی، چې دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

تړلي موضوعات