د برهکي څلور لارې هوایي پل لومړني کارونه پیل شول
د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیمونو د دغه ښار برهکي څلور لارې هوایي پل او زېرزمیني چې له مهمو پراختیايي پروژو څخه دي لومړني کارونه پیل کړل.
یادې ادارې ویلي، دغه پروژه کابل ښار کې د ټرافیکي وضعیت ښه والي په موخه د ۱.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت برهکي څلور لارې کې پلي کیږي.
د معلوماتو له مخې یاده پروژه د نادریې لېسې له لوري د ټرافیکو څلور لارې په طرف د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي ۲۰ متره سور، ۵.۵ مترو ژوروالي او ۵۲۵ پیاوړو پایو سره د ځمکې لاندې تونل ډیزاین شوی او د دهن باغ له څلور لارې د پروان دو څلور لارې پر لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور، ۵.۵ مترو لوړوالي او ۴۴۰ پایو په درلودلو سره هوایي پل پلان شوی، چې د کابل ښاروالۍ له لوري یې چارې پر مخ وړل کیږي.
بلخوا د کابل ټرافیکو رئیس مولوي خیال محمد غاور دغه پروژه د کابل ټرافیکي ستونزو حل کې ګټوره بولي او وایي، په بشپړېدو سره به یې برهکي څلور لارې کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمه شي.