فراه کې د ۱۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیايي پروژې پیل شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي،پر دغو ۱۳۳ بیلابیلو پراختیايي پروژو ۱۸۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د سرچینې په خبره، دغه پروژې د فراه ولایت د کلیو او بیارغونې او پراختیا ریاست د ګلستان ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې پیل کړې دي.
وزارت وايي، په دغو پروژو کې د عمومي او کلیوالي سړکونو، استنادي دېوالونو، پلچکونو او د یو کوچنی بند جوړول شامل دي.
هېره دې نه وي، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې په اړوندو برخو کې د ګلستان ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.