د ننګرهار له مرکزي زندانه ۳۱۷ تنه زندانیان خوشې شول
د هېواد سترې محکمې د لوی اختر په مناسبت د ننګرهار له مرکزي زندانه ۳۱۷ تنه زندانیان خوشې کړي.
د دغه فرمان له مخې د ۳۸۵ تنه زندانیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
د یادو زندانیانو خوشې کېدلو پرمهال د زندانونو چارو سمون رئیس له خوشې شویو زندانیانو له جرمي کړنو د ځان ساتنې غوښتنه کړې.
مسئولین وایي، یاد فرمان د اسلامي عدالت له روحیې سره سم صادر شوی او موخه یې د زندانیانو اصلاح او ټولنې ته بېرته ورګرځول په ګوته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اخترو او نور ځانګړو ورځو په مناسبت د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړې عفوې له مخې ګڼ شمېر هغه بندیان چې د بند موده یې کمه پاتې وي خوشې او د یو شمېر نور د بند موده کې کمښت راوستل کیږي.