د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر: غزه د فلسطین خاوره ده او اسرائیل دې ترې ووځي

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر: غزه د فلسطین خاوره ده او اسرائیل دې ترې ووځي نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت په وروستیو نیوکو کې ویلي، د نتانیاهو کابینه باید له منځه یووړل شي او په دغه کابینه کې یې دوه وزیران چې نومونه یې بن ګویر او سموتریچ یاد شوي ترهګر بللي.

 اولمرت ټینګار کړی چې غزه کې د جګړې دوام کومه موخه نه لري او زیاته کړې ده، چې غزه د فلسطین خاوره ده او اسرائیل دې ترې ووځي.

 تسنیم اژانس د نوموړي له قوله ویلي، د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته اسرائیلو د امریکا او اروپا په ملاتړ له حماس نه د غچ په موخه جګړه پیل کړه په خبره یې، ټول پوهېدل چې دغه جګړه کې د ملکي کسانو ژوند ته ګواښ پېښوي.

 اژانس وايي، نوموړي دغه څرګندونې له الجزیرې ټلویزیون سره د خبرو په مهال کړې دي.

 اولمرت وايي، غزه کې روانه جګړه باید ودریږي او زیاته کړې ده، چې په دې جګړه کې به اسرائیل کومې موخې ته ونه رسیږي.

 د نتانیاهو له لوري په غزه کې پیل شوې جګړې په کور د ننه او بیرون غبرګونونه او د خلکو نېوکې راپارولې دي، دې جګړه کې تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۴ زره شهیدان ااو نږدې ۱۲۴ زره ټپيان شوي دي.

تړلي موضوعات