اشغالګر ځواکونه له بشري مرستو د مرګ د دام په توګه کار اخلي
د غزې رسنیو مرکز تازه خبر ورکړی، چې اشغالګر ځواکونو تېرو ۲۴ساعتونو کې د غزې رفح ښار کې د مرستو وېشلو دوو مرکزونو ته څېرمه د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال د یوې ښځې په ګډون ۷تنه وږي فلسطینیان شهیدان کړي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.
یاد مرکز په خپل راپور کې ویلي، اشغالګر ځواکونو د مرستو د وېش په دوهمه ورځ هم ۶ تنه شهیدان کړل او ۷ نور لادرکه دي.
راپور کې راغلي، اسرائیلي ځواکونه خلکو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره په ګواښوونکو لارو د تګ اجازه ورکوي، خو وروسته يي په ډزو وژني.
د غزې رسنیو مرکز د وږي ملکي وګړو په نښه کول دوه ګونی جرم بللی په خبره یي، اشغالګر مرستې د وژلو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزې ته د بشري مرستو نه رسېدو وروسته هلته انساني ناورین روان دی او زرګونه ماشومانه په خوارځواکي اخته شوي دي.