غزه کې د تراژیدي ژوروالی؛ ۶۰۰ ورځې جګړه، ۱۸۷ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزه کې د تراژیدي ژوروالی؛ ۶۰۰ ورځې جګړه، ۱۸۷ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
غزه کې د اشغالګر رژیم له لوري په ۶۰۰ ورځو کې شوي وحشتونه

د فلسطین قدس خبري شبکې غزه کې د تېرو ۶۰۰ ورځو جګړې ارقام رسنیز کړي.

 د قدس شبکې له لوري تازه خپرو شویو ارقامو کې راغلي، چې د غزې شل میاشتنۍ جګړه کې ۶۳زره فلسطینیان شهیدان او ۱۲۳زره ۳۰۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

 راپور کې راغلې د شهیدانو له ډلې یې ۱۸زره ماشومان، ۱۲ زره ۴۰۰ ښځې، ۷۹۵۰ میندې، ۲۲۰ خبریالان، ۱۱۵مدني فعالان، ۱۵۸۰ طبي کارکوونکي، ۱۳زره زده کوونکي، ۸۰۰ ښوونکي او ۱۵۰ څېړونکي دي.

 دغه راز دې موده کې ۴۷۰۰ معلول، ۹زره لادرکه، ۶زره ۶۶۳ تنه نور بندیان شوي دي.

 پر غزې د وینو او اور دې توپان کې ۲۵۰۰ کورنۍ په بشپړ ډول میراتې شوي، ۴۲ زره یتیمان، د خوارځواکۍ له امله ۳۰۰ ماشومان مړه او ۱۴ زره ۷۰۰ ښځې کونډې شوې دي.

 روان وحشت کې هیڅ لوری خوندی نه دی پاتې شوی، ۱۶۳ موسسې، ۸۲ روغتیایي مرکزونه او ۳۹ مرکزونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

 د عامه تاسیساتو په نښه کول بیا د اشغالګر رژیم بله هغه لویه موخه ده چې د روان وحشت پر مهال یې تر لاسه کړې ده، د خپرو شویو ارقامو له مخې چې اسرائیلي ځواکونو په دې موده کې ۲۱۰ زره اپارتمانونه د ځمکې سره برابر کړي، ۱۱۰ نور یې له کاره غورځولي او ۲۸۰ زره کورنۍ یې بې سرپناه کړې دي.

 دې انساني ناورین د ژوند ټولې برخې اغیزمنې کړي، ۷۸۵ زره ماشومان له زدکړو محروم شوي، ۵۱۸ ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړ او یا په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

 صهیونیست رژیم د اشغال پر مهال د غزې پر اوسیدونکو د ۸۸ ورځو پر مخ د هر ډول خوراکي توکو لارې بندې کړي، دوی په دې موده کې د مرستو رسولو مرکزونه په نښه کړي او ۵۰ زره لارې چې وږو انسانانو ته یې مرستې رسولې درولي دي.

تړلي موضوعات