د فلسطین پلازمېنې ته د عربي هېوادونو وزیرانو سفر د اسرائیلو له لوري لغوه شو

د فلسطین پلازمېنې ته د عربي هېوادونو وزیرانو سفر د اسرائیلو له لوري لغوه شو نړۍ
فلطسین عربي هېوادونو وزیرانو د سفر مخنیوی شوی

اسرائیل وايي، هغه ناسته چې ټاکل شوې وه د اردن، مصر، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ډيپلوماټان او بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون وکړي له ترسره کېدو وړاندې یې لغوه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري ورسره ونه کړي.

الجزیرې انګلیسي څانګې د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله ویلي، د فلسطین په پلازمېنه رام الله کې د عربي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پلان شوې د سبا یکشنبې غونډې ترسره کېدو ته به اجازه ورنکړي چې موخه یې د فلسطیني دولت جوړېدو ملاتړ دی.

راپور کې راغلي، دغه غونډه د فلسطیني دولت د ادارې له لوري کېده، خو د دې لپاره، چې د فلسطین هوايي حریم او پولې د اسرائیلو په واک کې دي د یادو عربي هېوادونو چارواکي اړ دي، ترڅو د دې غونډې ترسره کېدو لپاره اسرائیل راضې کړي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېده، چې په دې وروستیو کې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو خبرې په نړېوالو ناستو کې د اروپاپي هېوادونو مشرانو له لوري ګرمې شوې دي.

تړلي موضوعات