غزه کې ۱۰ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
الجزیرې ټلویزیون د سرچینو په حواله ویلي، چې غزې تړانګې په خان یونس ښار کې ۱۰ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینه وايي، دغه پوځیان پرون پنجشنبه د القدس لېوا ځواکونو له لوري په یوه کور کې په نښه شوي دي.
د خبر په بنسټ، دا برید داسې مهال شوی چې اسرائیلي سرتېرو په یوه کور کې پناه اخیستې وه او د یادې لېوا ځواکونو پرې برید کړی دی.
الجزیرې د یادې لېوا د سرچینو په حواله ویلي، له برید وروسته د پېښې ځای ته څو چورلکې راغلې دي.
پر غزې د اسرائیلو ځمکنیو بریدونو بیا پیل سره په ټولنیزو رسنیو کې په اسرائیلي ځواکونو د بریدونو ویډيوګانې په دې وروستیو کې لاس په لاس کیږي او هغه ټانګونه یې چې له پیاوړې ټینکالوژۍ برخمن دي پرې د اور لمبې پورته کیږي.
تر دې وړاندې د اسرائیلو په پوځ کې لوړ رتبه چارواکو منلې وه، چې غزه کې یې د برید په مهال پوځیان له حماس جهادي غورځنګ سره د مخامخ جګړې توان نه لري.