د نړۍ تر ټولو شتمن کس ټرمپ یوازې پرېښود
د امریکا سي اېن اېن خبري شبکې ویلي، امریکایي میلیاردر ایلن ماسک د ټرمپ په حکومت کې له کار کولو استعفا ورکړې.
د اېکس ټولنیزې شبکې مالک او د نړۍ ترټولو شتمن کس ایلن ماسک امریکا کې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د ټرمپ له اصلي ملاتړ کوونکو ګڼل کېده، چې د ټرمپ تر بریا وروسته د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار وټاکل شو.
ایلن ماسک امریکایي حکومت کې د خپل کار له پیل سره ډونالډ ټرمپ ته د دغه هېواد ملاتړو نړۍوالو رسنیو ترڅنګ د امریکا پوهنې وزارت او یوشمېر نورو ادارو بندولو، دغه راز له دندو د زرګونه کسانو لرې کولو مشورې ورکړې وې.
د ټرمپ دویمې دورې ولسمشرۍ کې په لوړه رتبه د ایلن ماسک تر ټاکل کېدو وروسته امریکا کې د دغه مشهور میلیاردر په کړنو نیوکې اوج ته ورسېدې، حتا امریکایي وګړو یې پروړاندې پراخ اعتراضونه هم وکړل، چې بلاخره یې له خپلې دندې استعفا ورکړه.