نایجریا کې سېلابونو د سر او مال درانده زیانونه اړولي
الجزېرې خبر ورکړی د نایجریا شمال کې توندو بارانونو او سېلابونو له کبله ۱۱۷ کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
سرچېنې د ځايي چارواکو له قوله لیکلي، د تیرې چهارشنبې له شپې د موکوا ښار کې پيل شویو ورښتونو له امله سیلابونه راوتي چې ښايي د قربانیانو شمیر نور هم زیات شي.
راپورونه وايي د موکوا ښار شاوخوا ۳ زره کورونه اوبو لاندې کړي چې له امله یې ۶ زره کسان بېځایه شوي دي.
تېر کال هم الجزایر کې د سختو سېلابونو له کبله له ۲ زرو زیات کسان مړه شوي وو.