ټرمپ ته د محکمې خبرداری؛ له خپل واک مخکې تللی یې!
د امریکا یوې سوداګریزې محکمې په لومړي ځل تېره ورځ (چهارشنبه) ټرمپ وننګاوه چې ګنې له خپلې بړستنې یې پښې وېستې دي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، د نیویارک ایالت منهټن ښار کې دغې سوداګریزې محکمې د ټرمپ له لوري لګول شوې ډېری تعرفې لغوه اعلان کړې او ویلي یې دي، ټرمپ له خپل صلاحیت وړاندې تللی.
دغې محکمې ویلي، د امریکا اساسي قانون له مخې دا په کانګرس پورې اړه لري چې هېوادونو سره سوداګریزې چارې کنټرول کړي.
ټرمپ په وار وار ویلي و، چې امریکا ته له نورو هېوادونو په واردېدونکو توکو د ده لوري لګول شوې تعرفې به تولید کوونکي اړ کړي، چې خپل تولید په امریکا کې ترسره کړي چې له امله به یې فدرالي بودیجې ته په کافي اندازه عاید جمع شي.
رسنۍ وايي، ټرمپ تعرفې د خبرو اترو د یوې وسیلې په توګه وکارولې څو نور هیوادونه د امریکا په ګټه د تړونونو په اړه خبرو اترو ته اړ کړي، کنه د تعرفو لوړوالي به په خپله خوښه وټاکي.
تر دې وړاندې په راپورونو کې راغلي و، چې امریکا کې د ټرمپ له لوري وروستیو سیاستونو له امله په محکمو کې د ګڼو امریکایانو له لوري عریضې ثبت شوې دي.