هلمند کې کډوالو ته د جوړېدونکي ښارګوټي لومړي فاز چارې پیل شوې
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هلمند ولایت واشير ولسوالۍ شوراب ته څېرمه دښته کې کډوالو ته د جوړېدونکي ښارګوټي د لومړي فاز چارې پیل کړې.
ادارې مرستیال د یاد ښارګوټي چارو د پیل پر مهال ویلي، حکومت او ټول مسئولین خپلو خلکو ته د اقتصاد، تعلیم، روغتیا او نورو برخو کې اسانتیاوو په برابرولو بوخت دي.
د هلمند کډوالو دغه ښارګوټی کې د تفصیلي ښاري پلان مطابق ټولې لومړنۍ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کډوالو یاد ښارګوټی په ۱۰ زره جریبه ځمکه کې د ښاري پلان مطابق جوړېږي، چې د لومړي فاز چارې یې پر ۵ زره جریبه ځمکه کې پیل شوې.د یادونې ده، چې د دغې ښارګوټي لومړي فاز کې ۳ جامع جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۳۰ ښوونځي او مدرسې، ۸ روغتیایي کلینیکونه، ۵ روغتونونه، مارکیټونه او نورې د اړتیا وړ برخې شاملې دي.