د ازموینې ملي اداره: په ۱۱ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پروسه پیل شوې
د ازموینې ملي ادارې د خبر په بنسټ، د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې پروسه په ۱۱ ولایتونو کې پیل شوې او سبا جمعه د غبرګولي په ۹مه نېټه هم داوم لري.
یادې ادارې تازه ویلي، له پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې شاوخوا ۲۵ زره تنو نوم لیکنه کړې.
تر دې وړاندې یادې ادارې مسؤلینو ویلي و، چې د سږني کانکور ازموینه به په ټولو ولایتونو کې په پوره شفافیت ترسره شي.