کابل او اسلام اباد ډيپلوماټیکې اړیکې د سفیرانو تر کچې لوړوي

کابل او اسلام اباد ډيپلوماټیکې اړیکې د سفیرانو تر کچې لوړوي سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړې هر کلی وکړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني حکومت هغې پرېکړي هرکلی کړی، چې افغانستان سره خپل د ماموریت کچه د سفیر سطحې ته لوړوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، یاد هېواد په پام کې لري، چې ژر تر ژره کابل ته خپل سفیر ور وپېژني.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلامي امارت به هم په متقابل ډول اسلام اباد کې افغان سفارت د شارژدافیر کچه د سفیر سطحې ته لوړه کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو کچې لوړول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو ستونزو حل کې همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې وروستیو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو پراختیا هڅې زیاتې شوې، هغه موضوع چې سیاسي کارپوهان یې د افغانستان خلکو ستونزو حل برخه کې ګټورې بولي.

تړلي موضوعات