د ایران ولسمشر: د یورانیمو غني کول مو حق او دې برخه کې هېچاته نه تسلیمیږو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون (چهارشنبه) په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، موږ د اټومي وسلو د جوړېدو په لټه کې نه یو او که واشنګټن زموږ حق په رسمیت وپېژني او پر موږ د اټومي وسلو د نه جوړلو په برخه کې باور وکړي ایران چمتو دی، چې له نورو هېوادونو سره همکاري وکړي.
د انډپندینټ د راپور پر بنسټ، پزشکیان له امریکا سره د ایران اټومي هوکړې روانو خبرو اترو ته په اشارې ویلي، ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ له غني کولو او کارولو لاس نه اخلي او زیاته کړې یې ده، چې ټول له ساینسي پرمختګ څخه د استفادې مشروع حق لري.
نوموړي زیاته کړې، چې یورانیمو غني کول مو حق دی او په دې برخه کې د هېچا ګواښونو ته نه تسلیمیږو.
امریکا غواړي ایران د یورانیمو له بشپړ غني کېدو لاس واخلي خو دا هغه څه دي چې ایران یې تل رد وي.
یاده دې وي، چې امریکا له ایران سره د اټومي موافقې ته د رسېدو په موخه د خبرو اترو غیر مستقیم پنځه پړاوونه پرته له کومې پایلې ترسره کړي او امریکا ګواښ کړی، که هوکړه ونه شي نو ایران به له سختو بمباریو سره مخ شي.