پوتین اوکرایین کې د سولې لپاره لویديځ ته شرایط وړاندې کړل
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین تازه ویلي، اوکرایین کې به هغه وخت سولې ته چمتو شي چې ناټو ختیځه اروپا کې له خپل حضور لاس واخلي.
رویټرز خبري اژانس د باخبره روسي سرچینو له قوله لیکلي، روسیه همدارنګه په اوکرایین کې پر روسي نژادو د بندیزونو د لرې کولو او د هغوی خوندیتوب په لټه ده.
د پوتین له لوري د اوکرایین سولې لپاره دغه شرایط داسې مهال رسنیز شوي، چې اوکرایین د روسیې له لوري شدیدو بریدونو بې تابه کړی او پر خپلو ملاتړو یې د مرستې غږ کړی.
پوتین ویلي، لویديځ مشران دې ورته ژمن لیک ورکړي چې ختیځ کې د ناټو غړیتوب پراخېدل بند شي او اوکرایین، جورجیا، مولدووا چې د پخواني شوري اتحاد غړي دي د ناټو غړیتوب وړاندیز دې ور لغوه کړي.
دغو پټو روسي سرچینو اژانس ته ویلي، که پوتین د خپلو شرایطو لاندې اوکرایین سره د سولې هوکړې ته ونه رسیږي داسې اقداماتو ته به مخه کړي، چې اغېزې به یې سختې دردوونکې وي.