روسیه ولې د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان ډاروي؟ ا.ا.ا: افغانستان هیچاته خطر نه دی
د روسیې دفاع وزیر اندرې بلوسوف نن چهارشنبه د ډله ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو د شورا په غونډه کې ویلي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د مرکزي اسیا لپاره اصلي ګواښ دی.
د روسیې دفاع وزیر همداراز ويلي، چې افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۰ ترهګریزې ډلې موجودې دي.
خو د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند د روسي وزیر د دې څرګندونو غبرګون کې تازه ویلي، چې اسلامي امارت هغه تشویشونه بې ځایه بولي چې د افغانستان څخه د خطر تلقي کولو په منظور ایجادیږي.
مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ کومه خپل سرې ډله شتون نه لري او افغانستان هیچاته خطر نه دی.
د ښاغلي فطرت په خبره، په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال ایجاد شوې وه چې استخباراتي موخې یې درلودې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د ډاډ په ډول ویلي، چې هیڅوک دې له افغانستان څخه د خطر تشویش نه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته افغانستان خاوره د چا پر ضد نه ده کارېدلې او پر دې سربېره د اسلامي امارت چارواکو د سیمې هېوادونو ته تل ډاډ ورکړی، چې افغانستان خاوره چاته خطر نه دی او نه د چا پر ضد کارېږي، خو بیا هم
روسیه ولې د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان ډاروي؟
د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې روسي چارواکو هر ځل د روسیې او مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ امنیتي غونډو کې له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ خبره کړې او په دې ډول دا هېوادونه په وېره کې ساتي.
سیاسي شنونکي زیاتوي، چې د مرکزي اسیا هېوادونو له دې ویرې روسیه ګټه پورته کوي او هلته د نظامي اډو د مشروعیت ترڅنګ غواړي دا هېوادونه په امنیتي لحاظ روسیې ته محتاج او لاس غځېدلي وساتي او همداراز غواړي دوی وپوهوي، چې داسې وخت کې روسي چارواکي ستاسو ښه استخباراتي او نظامي ملګري دي.
خو د سیاسي چارو کارپوهان د روسیې او ځینو نورو هېوادونو دا ډول څرګندونې یوازې د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره بولي او زیاتوي، واقعیت دا دی، چې افغانستان نه تېر نږدې څلور کاله چاته خطر شو او نه به راتلونکي کې شي.