د لغمان له مرکزي زندان ۹۱ بندیان خوشې شوي
د لغمان ولایت مقام خبر ورکړی، چې د یاد ولایت له مرکزي زندان د څلور مېرمنو او پنځه ماشومانو په ګډون ۹۱ تنه بندیان خوشې شوي دي.
د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي ویلي، د ۵۳ بندیانو د بند موده را کمه شوې.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان هم د لوی اختر په مناسبت ۳۱۷تنه بندیان خوشې او د ۳۸۵ نورو د بند موده راکمه شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اخترو او نور ځانګړو ورځو په مناسبت د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړې عفوې له مخې ګڼ شمېر هغه بندیان چې د بند موده یې کمه پاتې وي خوشې او د یو شمېر نور د بند موده کې کمښت راوستل کیږي.