تېره میاشت هره ورځ څلور پاکستاني پوځیان په نښه شوي
د پاکستان شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (PICSS) په خپل تازه راپور کې ویلي، تېره مۍ میاشت پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ پهکې وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.
راپور کاږي، د اوښتې مرګژوبلې له ډلې یې ۱۰۰ تنه پوځیان دي، چې ۵۲ یې وژل شوي او ۴۷ ټپيان دي.
د یاد مرکز راپور د مۍ میاشتې بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښیي.
د تېرې میاشتې بریدونو کې پوځیانو ته له اوښتې مرګژوبلي جوتېږي، چې هلته هره ورځ شاوخوا څلور پوځیان په نښه شوي دي.
د یادو بریدونو ډېره برخه یې بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې شوي دي.
امنیتي څارونکو د پاکستان وضعیت له سخت امنیتي ګواښ سره مخ ښودلی چې له کبله یې د پاکستان امنیتي ادارې له سختو نیوکو سره مخ دي.
دغه راپور داسې مهال ورکول کیږي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان مهم ښار سوراب تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.