برښنا شرکت: افغانستان د بادي انرژۍ تولید لوړ ظرفیت لري

برښنا شرکت: افغانستان د بادي انرژۍ تولید لوړ ظرفیت لري افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وایي، افغانستان د بادي انرژۍ تولید لوړ ظرفیت لري او له دې لارې کولی شي لسګونه زره میګاواټه برېښنا تولید کړي.

 ښاغلي عمر د برېښنا شرکت له لوري په خپاره شوي ویډیو کلیپ کې ویلي، د هلمند له لوېدیځه هرات کې د ایران تر پولي پورې دوامداره بادونو د بادي برېښنا تولید ته ښه زمینه برابره کړې.

 برېښنا شرکت دوه ورځې وړاندې هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا تولید پروژې د لومړي فاز چارې پیل کړې.

 د ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید په ظرفیت دغه پروژه د یو خصوصي شرکت په پانګونې پرانیستل شوه.

 له بلې‌خوا اقتصادي شنونکي بادي برښنا ارزانه او ګټوره بولي.

د دوی په باور که افغانستان له خپلو کورنیو ظرفیتونو سمه ګټه واخلي نه یوازې د کورنۍ اړتیا پر پوره کېدو سربېره به د برښنا په صادروونکي هېواد بدل شي.

تړلي موضوعات