هند کې سخت بارانونه او سېلابونه؛ ۳۴ کسان مړه شوي
د هند چارواکو نن دوشنبه خبر ورکړی، چې د هند په شمال ختیځ کې د تېرو څلورو ورځو سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنه کې ۳۴ کسان مړه شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې د هند سیکم ایالت کې له زرو زیات سېلانیان بند پاتې دي، چې د ژغورنې او ایستنې هڅې یې پیل شوې دي.
رویټرز د هند هوا پېژندنې ادارې له قوله ویلي، چې هلته د لا نورو شدیدو بارانونو ورېدو اټکل شوی دی.
بلخوا د هند ګاونډي بنګله دېش کې هم اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې ځمکې ښوېیدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ تنه مړه شوي دي.
د یاد هېواد چارواکو خپلو خلکو ته د لا نورو ځمکو ښوېیدنو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
یاده دې وي، چې هند او بنګله دېش دواړه هغه هېوادونه دي، چې اورښتونو او سېلابونو له امله هر کال ډېر زیانمن کیږي، چې د ځاني زیانونو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اړوي او میلیونونه خلک اغېزمنوي.