مرکزي قول اردو کې ۶ زره بېلابېل وسايط ترمیم شوي

مرکزي قول اردو کې ۶ زره بېلابېل وسايط ترمیم شوي ټیکنالوژي
رغول شوي وسایط| ارشیف

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویاند جاوید بلال وايي، چې د دې قول اردو تخنیکي منسوبینو او د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې په نتیجه کې له  تېرو دوو کلونو راهیسې د قول اردو د قرارګاه او اړوند جزوتامونو په ورکشاپونو کې ۶ زره بېلابېل وسایط ترمیم شوي دي.

ښاغلی بلال زیاتوي، چې یادو وسایطو کې زرګونه عرادې رینجر موټر، سلګونه عرادې انټرنېشنل موټر، سلګونه بېلابېل ډوله ټانکونه او سلګونه نور ډول ډول ثقیله وسایط شامل دي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې ترڅنګ سلګونه میله وسلې هم ترمیم شوې دي، چې تر ډېره یې توپونه، زیووګانې او نورې درنې اسلحې دي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو را وروسته پلازمېنه کابل او بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې نظامي الوتکې او لسګونه زره پوځي وسایط بیا رغول شوي دي.

تړلي موضوعات