له پنجشېر ولایته تر ۱۰۰ ټنه زیات ګیلاس بهر ته صادرېږي

له پنجشېر ولایته تر ۱۰۰ ټنه زیات ګیلاس بهر ته صادرېږي سوداګرۍ او اقتصاد
بهر ته د پنجشېر صادرېدونکي ګیلاس

د پنجشېر ولایت سیمه ییز مسئولین وایي، روان کال به د یاد ولایت ۱۰۰ ټنه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او روسیې ته صادر شي.

د پنجشېر والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، د یاد ولایت باغ لرونکو تېر کال د ګیلاس پلور له درکه ۳۶۰ میلیونه افغانۍ عواید کړي و، چې بهر ته په صادرېدو سره به نور هم زیات شي.

د پنجشېر باغ لرونکي بهرنیو بازارونو کې د خپلو محصولاتو پلور زمینې برابرېدو ته خوښ دي او وایي، بهر ته به یې صادرات په عوایدو کې د پام وړ بدلون راولي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو هڅې داسې مهال زیاتې شوې، چې وروستیو میاشتو کې د پاکستان له لوري د مېوې صادراتو پر وړاندې د ستونزو جوړول افغان سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

تړلي موضوعات