صنعتي ساحو کې صنعت کارانو ته د ځکمې ملکیت سند وېش پیل شو

صنعتي ساحو کې صنعت کارانو ته د ځکمې ملکیت سند وېش پیل شو سوداګرۍ او اقتصاد
صنعتي ساحو کې صنعت کارانو ته سندونو وېش مراسمو کې د اقتصادي مرستیال وینا

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري صنعتي ساحو کې صنعت کارانو ته د ځمګې ملکیت سند وېش لرۍ پیل شوه.

 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې موخه مراسمو ته ویلي، صنعتي ساحو کې د ځمکو وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي.

 ملاعبدالغني برادر اخوند د هېواد اقتصادي ځان بسیاینه، تولنیز ثبات او د بې کارۍ کچې راټيټولو لپاره د صنعت وده تر ټولو ګټوره لار بللې.

 ښاغلي برادر همداراز ویلي، اسلامي امارت د خصوصي سکټور پیاوړتیا، اقتصادي ودې او ملي صنعت پرمختګ لپاره ډېرې اسانتیاوې او امتیازات په پام کې نیولي.

 نوموړي په کور دننه او بهر مېشتو افغان پانکوالو غوښتي، چې خپل صنعت، تجربه او پانګه افغانستان ته را انتقال او د هېواد د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په برابرولو او د صنعت سکټور په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.

 د یادونې ده، چې د خصوصي پانګونې د جلب او جذب، صنعتي ساحو مدیریت، ساتنې او مراقبت په موخه د اسلامي امارت مشرتابه له لوري صنعتي ساحو قانون توشیح کړی دی، چې له مخې یې ۲۸ ولایتونو کې د صنعتي ساحو جوړېدو په موخه شاوخوا ۸۰ زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې.

تړلي موضوعات